ریچارډ بېنټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نوی نړیوال میکانیزم جوړېږي
(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، د طالبانو د حساب ورکونې لپاره د یوه نوي نړیوال میکانیزم د رامنځته کېدو هڅې روانې دي
بېنټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان وضعیت د ده په وینا، په ښکاره ډول «جنسیتي اپارتاید» دی او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني
نوموړي د طالبانو د چارواکو پر وړاندې د نړیوالې جزایي محکمې له لوري د نیولو د حکمونو صادرېدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه د څېړنیز میکانیزم رامنځته کېدل هم د حساب ورکونې په برخه کې مهم ګامونه دي
بېنټ ټینګار کړی چې دغه حقوقي او څېړنیز اقدامات ښيي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د حساب ورکونې لپاره د یوه نړیوال چوکاټ د جوړېدو بهیر روان دی
هغه ټینګار کړی چې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه باید نړیواله ټولنه د حساب ورکونې او عدالت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1850
-
اخبار افغانستان
973
-
مقاله
778
-
سیاست
364
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl