اوکراین ولسمشر : امریکا د اوکراین او روسیې ترمنځ د درېاړخیزو خبرو لپاره امارات وړاندیز کړي
اوکراین ولسمشر : امریکا د اوکراین او روسیې ترمنځ د درېاړخیزو خبرو لپاره امارات وړاندیز کړي
(بریانیوز شنبه (۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، امریکا وړاندیز کړی چې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ درېاړخیزه ناسته په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي
زېلېنسکي ویلي، دغه ناسته به د جګړې د پای ته رسولو او د شخړې د سیاسي حل لپاره د لارو چارو د موندلو په موخه ترسره شي. د نوموړي په وینا، امریکا د لومړي پړاو لپاره د تخنیکي کچې درېاړخیزه غونډه وړاندیز کړې او لا یې د ناستې دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې
هغه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره هم لیدلي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو یې ورسره خبرې کړې دي. له دې لیدنې وروسته د اوکراین او امریکا مذاکره کوونکو هم د احتمالي درېاړخیزې ناستې پر جزییاتو خبرې کړې دي
د اوکراین ولسمشر ویلي، د ناستې د جزییاتو په اړه به له اروپايي هېوادونو سره هم سلا مشورې وشي، په داسې حال کې چې امریکايي لوری به له روسیې سره خپلې خبرې مخته یوسي
بل لوري ته، کرملین هم ویلي چې د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ درېاړخیزه ناسته ښايي په نږدې راتلونکې کې ترسره شي، خو د احتمالي غونډې د نېټې او کچې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي
د دې احتمالي ناستې وړاندیز په داسې مهال کېږي چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن له لوري د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیاوړتیا خبرې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?