د آزادۍ جبهې د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د متقابل برید پر مهال د څو پوستو د نیولو ادعا کړې ده.
بریانیوز- شنبه، ٤ میزان ١٤٠٥
د طالبانو یوه مخالف جبهي د آزادۍ جبهې په نوم د شنبې په ورځ، د میزان په ۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له سهار راهیسې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د جبهې په وینا، طالبانو د شنبې په سهار د بېپیلوټه الوتکو په کارولو سره د آزادۍ جبهې پر سنګرونو برید پیل کړ.
دا جبهه وايي چې د دوی کمانډويي ځواکونو د طالبانو څو بېپیلوټه الوتکې په نښه کړې او وروسته یې د طالبانو پر پوستو برید پیل کړ.
د آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د دې برید په ترڅ کې یې د طالبانو څو پوستې نیولې او طالبان یې د نورستان د ارندو سیمې او د کامدېش ولسوالۍ له ځینو برخو څخه د کونړ ولایت د ناري ولسوالۍ پر لور شاتګ ته اړ کړي دي.
په همدې حال کې، د کامدېش ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بریانیوز ته ویلي چې په سیمه کې د ډزو او جګړې غږونه اورېدل کېږي.
بلخوا، د طالبانو اړوند «حجاز» رسنۍ راپور ورکړی چې په کامدېش ولسوالۍ کې یوه «دسیسه» شنډه شوې ده. دې رسنۍ د جګړې د ښکېلې وسلهوالې ډلې نوم نه دی اخیستی، خو ادعا یې کړې چې د نښتې پر مهال د دغو ډلو لسګونه غړي وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي.
تر دې دمه طالبانو په رسمي ډول د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د وروستیو نښتو، د خپلو پوستو د نیول کېدو او د تلفاتو په اړه څرګند نظر نه دی ورکړی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?