news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایمل ولي خان: پښتونخوا له تر ټولو سختې ناامنۍ سره مخ ده

ایمل ولي خان: پښتونخوا له تر ټولو سختې ناامنۍ سره مخ ده

ایمل ولي خان: پښتونخوا له تر ټولو سختې ناامنۍ سره مخ ده

(بریانیوزدو شنبه (۶/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، خیبر پښتونخوا د خپل تاریخ له تر ټولو تورو دورو څخه تېرېږي او پښتانه له سختې ناامنۍ او پرله‌پسې تاوتریخوالي سره مخ دي، ډیره اسماعیل خان په دارازنده سیمه کې پر یوه امنیتي پوستې د وروستۍ چاودنې په غبرګون کې دغه پېښه د دولت د امنیتي ناکامۍ یوه بېلګه بللې او له مرکزي او صوبايي حکومتونو یې غوښتي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره خپل مسوولیتونه په جدي ډول ترسره کړي

ایمل ولي خان ویلي، د پښتونخوا روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د پېښو پړه پر بېلابېلو ډلو اچول د ستونزې حل نه شي کولای

نوموړي پر اړوندو چارواکو غږ کړی چې د «فتنه هند» او «فتنه خوارج» په نومونو پر یو بل د تورونو لګولو پر ځای دې د خلکو د ساتنې او د ناامنۍ د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي. د پاکستان حکومت د وروستۍ پېښې په اړه د «فتنه خوارج» اصطلاح کارولې ده

په ډیره اسماعیل خان کې د سپټمبر پر ۲۶مه د امان مېلې پر امنیتي پوسته موټر بم چاودنه وشوه چې د چارواکو د معلوماتو له مخې ۱۲ کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول. وروسته د ټپیانو د لېږد یوه امبولانس هم په نښه شو چې دوه د ژغورنې کارکوونکي پکې ووژل شول

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto