نیویارک : د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه پای ته ورسېده؛ افغانستان بیا هم له وینا پاتې شو
نیویارک : د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه پای ته ورسېده؛ افغانستان بیا هم له وینا پاتې شو
(بریانیوزچهارشنبه (۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۱مه غونډه او د هغې په څنډه کې ترسره شوې ناستې او لیدنې د سپټمبر پر ۲۸مه پای ته ورسېدې او د بېلابېلو هېوادونو ولسمشران، وزیران او نور لوړپوړي چارواکي خپلو هېوادونو ته ستانه شول
افغانستان سږ کال هم د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون او وینا له حقه بېبرخې پاتې شو. دا شپږم پرلهپسې کال دی چې د افغانستان استازی د عمومي بحثونو په غونډه کې وینا نه کوي
د عمومي اسامبلې د دې دورې په څنډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او چارواکو ترمنځ پر سیمهییزو او نړیوالو مسایلو، جګړو، بشري وضعیت، سولې او نړیوالې همکارۍ ګڼې دوهاړخیزې او څو اړخیزې ناستې ترسره شوې
د افغانستان موضوع هم د دغو ناستو او خبرو یوه برخه وه او د هېواد د بشري وضعیت، ښځو او نجونو د حقونو، کډوالۍ او له افغان ولس سره د نړیوالو مرستو په اړه بېلابېل بحثونه وشول
د افغانستان د استازولۍ څوکۍ په ملګرو ملتونو کې لا هم د سیاسي اختلافاتو له امله له ځانګړي وضعیت سره مخ ده او د افغانستان اوسني واکمنان تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د دغه هېواد د رسمي استازي په توګه نه دي منل شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1861
-
اخبار افغانستان
985
-
مقاله
788
-
سیاست
373
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl