news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د جي اووه هېوادونه : د انرژۍ د بیو د راکمولو لپاره ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل خوشې کوي

د جي اووه هېوادونه :  د انرژۍ د بیو د راکمولو لپاره ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل خوشې کوي

د جي اووه هېوادونه :  د انرژۍ د بیو د راکمولو لپاره ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل خوشې کوي

(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د جي اووه هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې چې د انرژۍ د نړیوالو بازارونو د ثبات او د تېلو او سون‌توکو د لوړو بیو د اغېزو د کمولو لپاره له خپلو بېړنیو زیرمو څخه ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل او ډیزل خوشې کړي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، دغه اقدام به د انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په همغږۍ ترسره شي او د څلورو میاشتو په موده کې به بشپړ شي. د پلان له مخې، د ډیزلو د پام وړ برخه به په لومړیو ۲۰ ورځو کې بازار ته وړاندې شي

د چارواکو په وینا، د ستراتیژیکو زیرمو د تېلو خوشې کول د دې لپاره دي چې د نړیوالو انرژۍ بازارونو کې د عرضې فشار کم او د بیو د لا لوړېدو مخه ونیول شي. د دې پرېکړې له اعلان وروسته د نړیوالو تېلو بیې هم راټیټې شوې دي

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له امریکایانو غوښتي چې د تېلو د لوړو بیو وضعیت وزغمي. د ده ادارې هم‌مهاله نږدې یو میلیون امریکایانو ته د روغتیايي بیمې د پیسو د بېرته ورکولو په نوم د ۵۰۰ ډالرو د ورکړې بهیر پیل کړی دی

د امریکا د حکومت د معلوماتو له مخې، نږدې یو میلیون کسان په ۳۰ ایالتونو کې د ۵۰۰ ډالرو له دغو بېرته ورکړل کېدونکو پیسو څخه برخمن کېږي. دا پیسې د روغتیايي بیمې د فدرالي پروګرام له ګډونوالو سره تړاو لري او د حکومت په وینا، د بیمې د پخوانیو اضافي فیسونو د بېرته ورکولو په موخه ورکول کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto