ښوونیز نظام : په فرانسه کې د زدهکوونکو لاریونونه؛ له زرو ډېر ښوونځي اغېزمن شوي
(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په فرانسه کې د ښوونیز نظام د وضعیت او د زدهکړو د اسانتیاوو د ښه کېدو په موخه د لېسو د زدهکوونکو لاریونونه پراخ شوي او د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې هم شوې دي
د فرانسې د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، د اکتوبر په لومړۍ نېټه له زرو ډېر ښوونځي د لاریونونو او اعتصابونو له امله اغېزمن شوي او د ۲۲۲ ښوونځیو دروازې د زدهکوونکو له خوا تړل شوې وې
زدهکوونکي د ګڼېګوڼې ټولګیو، د ښوونکو د کمښت، د ښوونځیو د زړو ودانیو او د زدهکړو د خرابو شرایطو په اړه اعتراض لري. په ځینو سیمو کې د ښوونیزو اسانتیاوو د کمښت او د زدهکړو د لګښتونو د لوړوالي موضوع هم د اعتراضونو له مهمو لاملونو څخه بلل شوې ده
د راپورونو له مخې، په لاریونونو کې د اور اچونې او د ښوونځیو د زیانمنېدو پېښې هم شوې دي. په یوه شمېر ښوونځیو کې د امنیتي اندېښنو له امله حضوري درسونه ځنډول شوي او د انلاین زدهکړو زمینه برابره شوې ده
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پنجشنبې تر ورځې شاوخوا دوه زره کسان پولیسو ته سپارل شوي وو چې ډېری یې کمعمره کسان دي. په نښتو کې لسګونه زدهکوونکي او د ښوونځیو کارکوونکي هم ټپیان شوي دي
د زدهکوونکو لاریونونه چې د سپټمبر له وروستیو راهیسې د پاریس له شاوخوا سیمو پیل شوي، اوس د فرانسې ګڼو ښارونو ته غځېدلي دي او د حکومت لپاره یې د ښوونیز نظام د وضعیت په اړه نوې ننګونه رامنځته کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?