news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بهرنيو چارو وزارت: د ترکیې د پارلمان چارواکي له افغان محصلینو وغوښتل چې زده‌کړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي

بهرنيو چارو وزارت: د ترکیې د پارلمان چارواکي له افغان محصلینو وغوښتل چې زده‌کړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي

بهرنيو چارو وزارت: د ترکیې د پارلمان چارواکي له افغان محصلینو وغوښتل چې زده‌کړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي

(بریانیوز  شنبه (۱۸/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د ترکیې د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فواد اوکتای په دغه هېواد کې له افغان محصلینو غوښتي چې د خپلو زده‌کړو له بشپړولو وروسته افغانستان ته ستانه شي او د خپل هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي

اوکتای دا څرګندونې د اکتوبر پر نهمه په انقره کې د ترکیې په پارلمان کې له افغان محصلینو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، افغانستان پراخې طبیعي سرچینې، ځوان نفوس او پیاوړی بشري ځواک لري چې د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لوبولای شي

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ۹ زره او ۶۷۰ افغان محصلین د ترکیې په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لوړو زده‌کړو په بېلابېلو پړاوونو بوخت دي. په دې ډله کې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا محصلین هم شامل دي

اوکتای ټینګار کړی چې افغان ځوانان باید په خپلو مسلکي برخو کې لوړې وړتیاوې ترلاسه کړي او له زده‌کړو او تجربو وروسته د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلې پوهې ته عملي بڼه ورکړي. هغه د هېواد د ابادۍ لپاره د مسلکي او وړ کادرونو شتون مهم بللی دی

په ورته وخت کې، د افغان محصلینو د شورا استازو ویلي چې دوی غواړي د ترکیې له علمي او مسلکي تجربو ګټه واخلي او د یوه روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره له خپلو زده‌کړو سره سمې هڅې وکړي. دوی همداراز د افغانستان د پرمختګ او په سیمه کې د مثبت رول لوبولو لپاره د ځوانانو پر ونډې ټینګار کړی دی

د لیدنې پر مهال د افغانستان راتلونکی، د دواړو هېوادونو اړیکې او د زده‌کړو په برخه کې د همکاریو د پراختیا امکانات هم مطرح شوي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto