د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتي چې د نجونو لپاره د زدهکړو مناسب فرصتونه برابر او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ بېرته پرانیزي.
بریانیوز- یکشنبه، ١٩ میزان ١٤٠٥
کرزي هیله څرګنده کړې چې نجونې وکولای شي د زدهکړو له لارې پوهه او مهارتونه ترلاسه کړي او په دې توګه د خپلو خلکو او هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.
نوموړي همدارنګه په کورنیو او نړیوالو ډګرونو کې د افغان ښځو او نجونو مقام او لاسته راوړنې مهمې بللې او د هغوی پر وړتیاوو یې ټینګار کړی دی.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.
د نجونو د زدهکړو محدودیتونو د افغانستان د پوهنې په برخه کې پراخې اندېښنې راپارولې دي او نړیوالو بنسټونو او ګڼو افغان شخصیتونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1898
-
اخبار افغانستان
1009
-
مقاله
807
-
سیاست
380
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl