د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومتولي د هبتالله اخوندزاده د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر بنسټ ولاړه ده
په افغانستان کې د ناټو پخوانۍ سلاکارې ډونا ار کنګ ویلي، د طالبانو حکومتولي د دې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده د لیدلوري پلي کولو او هغه ته د شخصي وفادارۍ پر بنسټ ولاړه ده.
بریانیوز- یکشنبه، ١٩ میزان ١٤٠٥
نوموړې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سپټمبر د ۹مې راپور ته په اشارې، د افغانستان پر امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
ار کنګ د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکلي، وسلهوالو مخالفو ډلو په افغانستان کې محدود بریدونه کړي، خو دغو بریدونو د طالبانو پر واکمنۍ د پام وړ اغېز نه دی کړی. د هغې په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې هم دوام لري چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، ګڼې کورنۍ بېځایه شوې او زیربناوو ته زیان رسېدلی دی.
نوموړې ویلي، د ملګرو ملتونو په راپور کې د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو دوام، د خبریالانو نیول، د پخواني حکومت د کارکوونکو لپاره د اعلان شوې عمومي بښنې د احتمالي نقض موارد او د بدني سزاوو دوام ثبت شوي دي. د هغې په وینا، طالبان لا هم هغو افغان ښځو ته د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي چې له دې نړیوالې ادارې سره کار کوي. همداراز، د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو بندیزونه او د ښځو پر کار محدودیتونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، په دغه هېواد کې د خوړو ناامني او خوارځواکي دوام لري. ار کنګ لیکلي، د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو د غبرګون پلان یوازې ۲۹.۹ سلنه تمویل شوی دی. د هغې د معلوماتو له مخې، د ۱.۷ میلیارد ډالرو له اړینې بودیجې څخه شاوخوا ۵۱۳ میلیونه ډالر برابر شوي، چې د بشري مرستو په برخه کې د مالي سرچینو کمښت څرګندوي.
د ناټو پخوانۍ سلاکارې د پخواني جمهوري نظام د غړو لپاره د اعلان شوې عمومي بښنې د احتمالي نقض په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي، د پخواني حکومت ګڼ پوځیان او افسران، چې له نړیوالو ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او اوس له نامعلوم وضعیت او وېرې سره مخ دي. د نوموړې په وینا، زرګونه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو او پخواني حکومت سره یې کار کړی، لا هم د ویزو او بیا مېشتېدو پروګرامونو ته په تمه دي، او ځینې یې په درېیمو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره ژوند کوي.
ار کنګ د افغانستان له تجربې څخه یو مهم درس د پیاوړو دولتي بنسټونو ارزښت بللی او ویلي یې دي چې بنسټونه د پوځي تجهیزاتو په پرتله ډېر اهمیت لري. د هغې په استدلال، افغان امنیتي ځواکونه تر ډېره پر بهرنیو مرستو، لوژستیکي ملاتړ، قراردادیانو او هوايي ځواک متکي وو او کله چې دغه ملاتړ پای ته ورسېد، دولتي جوړښت هم له سقوط سره مخ شو.
نوموړې خبرداری ورکړی چې اقتصادي بحران، سرحدي شخړې او کمزورې حکومتولي هغه شرایط دي چې افراطي ډلې ترې ګټه پورته کولای شي. د هغې په باور، له همدې امله افغانستان لا هم د سیمې او نړۍ د امنیتي معادلو یوه مهمه برخه ده.
د راپور او د ار کنګ د څرګندونو له مخې، پنځه کاله وروسته طالبان لا هم پر افغانستان بشپړ واک لري، خو د هېواد عادي وګړي له اقتصادي ستونزو، پراخو بشري اړتیاوو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د پخواني نظام ګڼ منسوبین لا هم د وېرې او بېباورۍ په فضا کې ژوند کوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?