د روغتیا نړیوال سازمان: ګڼ افغانان له رواني ستونزو کړېږي
(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، ټولنیزو ننګونو، د ژوند د سختو شرایطو او د خپلوانو د له لاسه ورکولو له امله ګڼ خلک له رواني فشارونو او رواني روغتیايي ستونزو سره مخ دي
په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي اډوین سنیزا سلوادور ویلي، د ژوند ستونزې او د عزیزانو بایلل د ډېرو افغانانو پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی دی
نوموړي له خلکو غوښتي چې د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي، د ستونزو پر مهال له یو بل سره خواخوږي وکړي او د اړمنو کسانو ملاتړ وکړي. د هغه په وینا، د خلکو ترمنځ همدردي او متقابل ملاتړ د رواني روغتیا د ساتنې لپاره مهم رول لري
افغانستان له کلونو جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او بېځایه کېدو وروسته له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دا شرایط د خلکو پر ورځني ژوند او رواني هوساینې فشار زیاتوي، په ځانګړي ډول پر هغو کسانو چې خپلوان یې له لاسه ورکړي یا د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته په سختۍ لاسرسی لري
روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې رواني ستونزې باید د شرم موضوع ونه ګڼل شي. د کورنۍ او ملګرو ملاتړ، د خلکو خبرو ته په حوصله غوږ نیول او د اړتیا پر مهال له مسلکي روغتیايي کارکوونکو مرسته غوښتل د رواني روغتیا په ښه کولو کې اغېزمن ګامونه دي
د دې پیغام اساسي موخه دا ده چې افغانان په سختو شرایطو کې یو بل یوازې پرېنږدي او د خواخوږۍ، اورېدو او ملاتړ له لارې د خپلو ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا ته پام وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?