ملګري ملتونه: په افغانستان کې په درېیو کلونو کې له ۱۴۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي
ملګري ملتونه: په افغانستان کې په درېیو کلونو کې له ۱۴۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي
(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. راپور ښيي چې جګړو، ناامنۍ او بشري ستونزو د ماشومانو ژوند او راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی
د راپور له مخې، په دې موده کې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو ۴۵۸۲ پېښې ثبت او تایید شوې دي، چې په ټولیز ډول یې د ۱۹۹۳ ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی
راپور د بشري مرستو د رسولو د مخنیوي ۲۲۴۱ پېښې هم په ګوته کړې دي. دغه راز، ۵۵۷ هلکان د وسلهوالو فعالیتونو لپاره جذب او وکارول شوي دي. د راپور له مخې، د ماشومانو د جذب او کارونې ټولې تایید شوې پېښې طالبانو ته منسوبې شوې دي
په همدې موده کې پر ښوونځیو ۱۶۳ او پر روغتونونو ۱۷۵ بریدونه هم ثبت شوي دي. ملګري ملتونه وايي، د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو په ټولیز شمېر کې د تېر راپور د مودې په پرتله ۳۸ سلنه کموالی راغلی، خو دا کموالی په خپله د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو معنا نه لري
د راپور په وینا، بېوزلي، بېځایه کېدل، ناامني او د نجونو او ښځو پر حقونو محدودیتونه د ماشومانو پر هوساینې، زدهکړو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي منفي اغېز لري
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د ماشومانو د ساتنې، د بشري مرستو د دوام او د زیانمنو ماشومانو د ملاتړ لپاره لا ډېرو هڅو او نړیوالو مرستو ته اړتیا ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?