د پاکستان فدرالي حکومت : خیبر پښتونخوا ته ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه؛ د غړو نومونه اعلان شول
د پاکستان فدرالي حکومت : خیبر پښتونخوا ته ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه؛ د غړو نومونه اعلان شول
(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ له اعلان وروسته، د ولایتي چارو د پرمخ وړلو لپاره ۱۱ کسیزه مشورتي شورا جوړه کړې ده. د شورا غړي به د والي فیصل کریم کنډي تر مشرۍ لاندې د ولایت په اداري چارو کې همکاري کوي
د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ګډه خبري غونډه کې د دې پرېکړې اعلان وکړ. د قانون وزیر وویل، د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ له پلي کېدو وروسته، د اعلی وزیر او ولایتي کابینې واکونه والي ته لېږدول شوي دي
د حکومت د اعلان له مخې، په مشورتي شورا کې لاندې کسان شامل دي
- کفایتالله خان: د کورنیو چارو چارې
- طارق محمود پاشا: مالي چارې
- امیر جاوېد: حقوقي چارې
- ډاکټر سید امیر عبدالله: د پوهنې چارې
- متقاعد جنرال ډاکټر نګار جوهر خان: روغتیا
- ډاکټر سرفراز علي شاه: کانونه او معدني سرچینې
- ډاکټر محمد ارشاد: صنعت او سوداګري
- آصف رفیق افریدي: د اړیکو او ودانیزو چارو اداره
- مولانا محمد طیب قریشي: مذهبي چارې
- عثمان سیفالله خان: انرژي
- سمر هارون بلور: اطلاعات او خپرونې
فدرالي حکومت همداراز امیر جاوېد د خیبر پښتونخوا نوی څارنوال عمومي ټاکلی دی. نوموړي تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د څارنوال عمومي په توګه دنده ترسره کړې ده
د حکومت په وینا، د دې شورا موخه د ولایتي ادارو د چارو منظمول، د امنیتي وضعیت ښه کول او روغتیا، پوهنې، اقتصاد او نورو عامه خدمتونو ته پاملرنه ده
خو د خیبر پښتونخوا د واکونو فدرالي حکومت ته د لېږد پرېکړه د سیاسي لانجې لامل شوې او د پاکستان تحریک انصاف دا اقدام د ولسي رایې او جمهوري بهیر پر وړاندې ګام بللی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?