news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

يمن : څلورو هېوادونو پر سعودي عربستان د یمني حوثیانو بریدونه وغندل

يمن : څلورو هېوادونو پر سعودي عربستان د یمني حوثیانو بریدونه وغندل

يمن : څلورو هېوادونو پر سعودي عربستان د یمني حوثیانو بریدونه وغندل

(بریانیوز دو شنبه (۲۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر په یوې ګډې اعلامیې کې پر سعودي عربستان د ایران له ملاتړه د برخمنو یمني حوثي وسله‌والو وروستي بریدونه په کلکه غندلي او د دغو بریدونو د سمدستي او بې‌قیدوشرطه درولو غوښتنه یې کړې ده

د اعلامیې له مخې، پر ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر بریدونه، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او ملکي تاسیساتو د زیانمنېدو لامل شوي، د نړیوالو قوانینو او د سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده

څلورو هېوادونو دغه بریدونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره خطرناکه پراختیا بللې او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په نښه کول په هېڅ پلمه د منلو وړ نه دي

په اعلامیه کې حوثي وسله‌وال د بریدونو د پایلو او هغو احتمالي عواقبو مسؤل بلل شوي چې سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ګواښي. همدارنګه، له سعودي عربستان سره د پیوستون او د دغه هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتنې لپاره د قانوني اقداماتو د ملاتړ ژمنه شوې ده

څلورو هېوادونو یو ځل بیا له حوثیانو غوښتي چې بریدونه سمدستي او له هر ډول شرط پرته ودروي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto