د حزب اسلامي افغانستان امیر، ښاغلی ګلبدین حکمتیار، د اسلامي هېوادونو ترمنځ روانې نښتې د اسلامي امت د دښمنانو د غوښتنو په ګټه بللې او ویلي یې دي چې د دغو نښتو تر شا یا د اصلي دښمنانو لاس دی او یا هم د هغو کسانو چې دوکه شوي او د دښمنانو له لوري استخدام شوي دي.
بریانیوز- دوشنبه، ٢٠ میزان ١٤٠٥
حکمتیار په خپله یوه لیکنه کې ویلي، د ۲۱مې پېړۍ ډېری جګړې د مسلمانانو پر ضد دي او ټولو هغو کسانو چې اسلام ته ژمن دي، هیله او هڅه دا وه چې مسلمانان راویښ شي او په ګډه هغه خطرناکې توطیې شنډې کړي چې پایلې یې ډېرې بدې او د ټولو په تاوان دي.
نوموړي زیاته کړې، د مکې دفاعي تړون په ټول امت کې دا هیله راپارولې وه چې کېدای شي همدا تړون د اسلامي امت د یووالي او د پېښو پر وړاندې د ګډ دریځ په لور یو اغېزمن ګام ثابت شي.
د هغه په وینا، ټولو د دغه تړون ستاینه وکړه او د لا پیاوړتیا او پراخېدو هیلې یې څرګندې کړې.
خو حکمتیار ویلي، له بده مرغه، په همدې حالت کې د ریاض پر ملکي هوايي ډګر غیرانساني توغندويي بریدونه وشول چې د ډېرو ملکي وګړو د مرګژوبلې لامل شول.
هغه ټینګار کړی چې شک نشته، دغه بریدونه د همدې تړون پر وړاندې یو بل منفي غبرګون دی او په وینا یې، د دغو بریدونو تر شا د اسلامي امت کورني او بهرني دښمنان لاس لري.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1903
-
اخبار افغانستان
1012
-
مقاله
809
-
سیاست
383
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl