طالبان د افغانانو حقونه ځپي، خو له پاکستانه د خپلو وګړو او سیاستوالو د حقونو غوښتنه کوي
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان د ناکامیو پړه پر افغانستان اچول د اسلاماباد ستونزې نه شي حل کولای. هغه له پاکستانه غوښتي چې د منفي تبلیغاتو پر ځای دې د خپلو کورنیو ستونزو حل او د خپلو وګړو او سیاستوالو حقونو ته درناوی وکړي.
بریانیوز- دوشنبه ٢٠، میزان ١٤٠٥
مجاهد د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۰مه، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، د طالبانو پر ضد د بېاساسه تورونو دوام ډیپلوماتیکې هڅې او د خبرو اترو بهیر زیانمنوي.
د مجاهد دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې د خلکو او سیاستوالو پر سیاسي فعالیتونو او څرګندونو محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو پر کړنو نیوکه کوونکي له ګواښونو او نیونو سره مخ کېدای شي او په ځینو مواردو کې د مخالف یا باغي په نوم زندان ته اچول کېږي، او یا هم وژل کیږي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چې په افغانستان کې تر ۲۰ زرو ډېر ترهګر، د تحریک طالبان پاکستان د شپږ زره غړو په ګډون، حضور لري او په خوندي پناهځایونو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي. هغه ویلي، د ترهګرۍ ضد عملیات به په سرحدي سیمو او خیبر پښتونخوا کې دوام وکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د عملي اقداماتو او د پولې هاخوا د بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?