حقاني: د افغانستان ولس د يووالي په ځواک د پاکستان پر وړاندې ودرېد؛ د طالبانو ملاتړو شنونکو ته د ستاينې پيغام
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه سياسي شنونکي او د رسنيو څېرې ستايلي دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستيو سرحدي نښتو پر مهال يې د طالبانو ملاتړ کړی او د هغوی دريځ ته يې غږ ورکړی دی
د دې وزارت سرپرست وزير، شېرحمد حقاني، ويلي دي چې د افغانستان ولس يو موټی، زړور او بيدار ملت دی، چې هېڅوک ته اجازه نه ورکوي د دوی د خاورې او خپلواکۍ پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي
حقاني ټينګار کړی:«موږ نړۍ ته وښودله چې افغانان يو ملت دی، زموږ د خاورې دفاع زموږ د ايمان برخه ده، او هېڅ ځواک نه شي کولای زموږ د يووالي د ديوال درز پيدا کړي
نوموړي همداراز له هغو شنونکو، ليکوالانو او مدني فعالانو مننه وکړه چې د دې شخړې پر مهال يې د طالبانو ملاتړ کړی، او ويې ويل: «د قلم، نظر او تبليغ دا ملاتړ زموږ د ملت غږ نور هم لوړ او پياوړی کړ
د طالبانو د چارواکو دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په تېرو اوونيو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې درنې نښتې شوې، چې دواړو لورو ته يې زيانونه اړولي دي
سياسي ناظران باور لري، د حقاني دا څرګندونې د طالبانو هڅه ده څو د کورني يووالي فضا پياوړې کړي، د خپل ملت ملاتړ وساتي، او د بهرنيو فشارونو پر وړاندې ځان د يو ملت د ارادې استازی وښيي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
961
-
اخبار افغانستان
125
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF