د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست خبر ورکړی چې د سلام مخابراتي شرکت دوه نوې سایټونه په بالابلوک او پشترود ولسوالیو کې رسماً پرانیستل شوي دي
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د یادو سایټونو په فعالېدو سره د یادو ولسوالیو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي اوس کولای شي د سلام شبکې له مخابراتي او انټرنټي خدماتو څخه ګټه واخلي
چارواکي وايي، د دې پروژې موخه دا ده چې د فراه د هغو سیمو خلکو ته هم د اړیکو او معلوماتو د لاسرسي زمینه برابره شي، چې تر دې وړاندې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې وو
د سلام مخابراتي شرکت مسؤلین زیاتوي، د شبکې د پراختیا لړۍ به دوام ولري، څو د فراه او نورو ولایتونو په ټولو ولسوالیو کې د کیفیت لرونکي مخابراتي خدمتونه برابر شي
د دغو دوو نوو سایټونو په فعالېدو سره تمه ده چې د فراه د سلګونو کورنیو د اړیکو، سوداګرۍ او ورځني ژوند اسانتیاوې ډېرې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl