news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیر احمد فایق له نړیوالې ټولنې د شمالي زلزله‌ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

نصیر احمد فایق له نړیوالې ټولنې د شمالي زلزله‌ځپلو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه

 نصیر احمد فایق، د افغانستان دایمي استازی په ملګرو ملتونو کې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد د شمال زلزله‌ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او د هغوی د ژغورنې لپاره سمدستي اقدام وکړي

هغه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په خپل پیغام کې چې د «ایکس» ټولنیزې شبکې له لارې یې خپور کړی، د بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړه

 فایق لیکلي دي: «په دې سختو او دردناکو شېبو کې د هغو افغانانو تر څنګ ولاړ یو چې د زلزله له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي یا یې کورونه ویجاړ شوي دي. له ټولو بشري بنسټونو غوښتنه کوو چې بې‌ځنډه د مرستې لاس ورکړي

 هغه زیاته کړه، چې زرګونه کورنۍ بې‌سکانه شوي او د خوراک، سرپناه او درملنې بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري

 فایق له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان زلزله‌ځپلو د ژغورنې او بیا رغونې په برخه کې خپله انساني او اخلاقي دنده تر سره کړي، څو د دغې فاجعې قربانیان له لا زیاتو ستونزو وژغورل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto