news اخبار فوری
clock

د هندو ستان او پاکستان بې‌ساري پوځي تمرینونه؛ د سیمې د امنیت لپاره نوی اندېښمن سیوری

د هندو ستان  او پاکستان بې‌ساري پوځي تمرینونه؛ د سیمې د امنیت لپاره نوی اندېښمن سیوری

د سیمې دوه اټومي ځواکونه، هند او پاکستان، یو ځل بیا د خپل پوځي ځواک د نندارې په ډګر کې سره مخامخ شوي دي. هندوستان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان پولې ته څېرمه د کجرات او راجستان په ایالتونو کې ستر پوځي تمرینونه پیل کړي، چې ټاکل شوې تر راتلونکې اوونۍ پورې دوام ومومي

په دغو تمرینونو کې زرګونه هندي سرتېري، د هوايي ځواک الوتکې، زغره‌وال ټانکونه او د توغندیو پرمختللي سیستمونه برخه لري. د هندي پوځ د اعلامیې له مخې، د دې مانورونو موخه د "ګړندي غبرګون او ګډو پوځي عملیاتو د همغږۍ ازموینه" بلل شوې ده

له دې سره هم‌مهاله، پاکستان هم د عرب سمندرګي په شمالي برخه کې د خپلو سمندري، هوايي او ځمکنیو ځواکونو په ګډون پراخ تمرینونه پیل کړي، چې د راپورونو له مخې، دا به تر سبا (د نومبر پنځمه) دوام وکړي

شنونکي وایي، دا د دواړو هېوادونو تر منځ له وروستۍ جګړې وروسته تر ټولو پراخ پوځي خوځښت دی، چې د دواړو لورو لسګونه زره ځواکونه، الوتکې او جنګي بېړۍ پکې ښکېل دي. په تمرینونو کې د پرمختللو وسلو، بې‌پیلوټه الوتکو او د فضا له لارې د څارنې سیستمونه هم کارول کېږي

د پوځي چارو شنونکی، ډاکتر فرید الله ناصري، وایي:

که څه هم هند او پاکستان د تېر په څېر وخت‌پر وخت ګډ یا جلا تمرینونه ترسره کوي، خو دا ځل تمرینونه له پخوانیو بې‌ساري دي. هند د 'سندرو عملیاتو' تر لړۍ وروسته د 'تر شول' په نوم تمرینونه داسې مهال پیل کړي، چې سیمه له جیوپولیتیکي کړکېچونو ډکه ده

شنونکي زیاتوي، د دواړو هېوادونو دا پوځي مانورونه یوازې د ځواک د ښودلو هڅه نه ده، بلکې د سیمه‌ییزو سیالیو، د ختیځې پولو د امنیت او د نړیوالو اړیکو د توازن د سیاست یوه برخه هم ګڼل کېږي

سره له دې، د سولې غوښتونکي ټینګار کوي چې د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه باید د پوځ‌پراختیا پر ځای د باور جوړونې او خبرو اترو لاره خپله کړي، څو سیمه د احتمالي شخړو له خطره خوندي پاتې شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto