news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په ننګرهار کې د جومات دننه چاودنه؛ د جومات امام ټپي شوی

په ننګرهار کې د جومات دننه چاودنه؛ د جومات امام ټپي شوی

د ننګرهار ولایت په غنی‌خېلو ولسوالۍ کې نن سهار وختي په یوه جومات کې چاودنه شوې، چې له امله یې د جومات امام ټپي شوی دی

د معلوماتو له مخې، دا پېښه د سه شنبې په ورځ د سهار شاوخوا څلور بجې د چینل ۲۹ درېیم بلاک په یوه جومات کې رامنځته شوې ده

تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو سیمه‌ییزان وایي، د پېښې وروسته طالبانو سیمه تړلې او د څېړنو لړۍ روانه ده

یوه عیني شاهد  وویل

چاودنه ناڅاپي وه، د جومات دننه یې د دیوال یوه برخه زیانمنه کړې او امام صاحب یې ټپي کړی دی

د پېښې د قربانیانو د دقیق شمېر او حالت په اړه لا هم معلومات نه دي خپاره شوي، خو د خلکو په وینا، د جومات فضا له چاودنې وروسته د وېرې او اندېښنې ډکه وه

 شننه

ننګرهار ولایت په تېرو کلونو کې د ورته چاودنو او بمي بریدونو شاهد پاتې شوی. شنونکي وايي، د عبادت ځایونو په نښه کول د بشري او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، او دا ډول پېښې د خلکو په منځ کې د ناامنۍ احساس لا پیاوړی کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto