طالبانو په هرات کې د ښځو پر تګ راتګ نوي بندیزونه لګولي؛ بېنقابه ښځې د ادارو او روغتونونو له دروازو راوګرځول شوې
د طالبانو چارواکو په هرات ولایت کې تازه حکم کړی چې هېڅ ښځه بېنقابه د دولتي ادارو ودانیو ته د ننوتلو حق نه لري
د سرچینو په وینا، د طالبانو امنیتي او اداري مسوولینو ټولو ادارو ته امر کړی چې د بېحجابه ښځو د داخلېدو مخه ونیسي
یوې سرچینې «بريا نيوز» ته ویلي
طالبان ټینګار کوي چې بېنقابه ښځې ته د دفتر دروازې تړل شوې دي؛ که د کار، درملنې یا رسمي اړتیا لپاره هم وي، اجازه نه لري دننه شي
په ورته مهال، یوې بلې سرچینې له هرات حوزوي روغتون څخه تایید کړې چې نن (چهارشنبه) طالبانو حامله مېرمنې له روغتون ته له ننوتلو منعه کړې دي
د سرچینې په وینا، طالبانو ویلي چې یوازې ناروغې ښځې کولای شي روغتون ته ننوځي، خو ښځینه ملګرې یا د کورنۍ غړې یې ورسره نه شي تلای
دغه پرېکړه د ښار د خلکو، فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د هرات یوې مېرمنې «بريا نيوز » ته ویلي:
دا ډول بندیزونه زموږ پر ژوند او درملنه مستقیم اغېز کوي. حجاب باید د انتخاب موضوع وي، نه د زور
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا تازه اقدام د ښځو پر ازادۍ یو بل سخت ګوزار بلل کېږي. نړیوال سازمانونه وايي، دغه ډول محدودیتونه د افغان ښځو ټولنیز حضور له منځه وړي او د اساسي بشري حقونو ښکاره نقض دی
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF