news اخبار فوری
clock

د پوهنې وزارت لوړپوړی پلاوی هرات ته رسېدلی؛ د درسي نصاب، ښوونکو او تعلیمي بهیر هر اړخیزه ارزونه پیل شوه

د پوهنې وزارت لوړپوړی پلاوی هرات ته رسېدلی؛ د درسي نصاب، ښوونکو او تعلیمي بهیر هر اړخیزه ارزونه پیل شوه

هرات – د افغانستان د پوهنې وزارت یو لوړپوړی او مسلکي پلاوی د هرات ولایت ته ورسېد، څو د دغه ولایت د ښوونیز بهیر، د درسي نصاب د پلي کېدو څرنګوالی، د خلاف‌رشتې ښوونکو وضعیت او د درسي منابعو د وېش بهیر له نږدې وڅېړي

د هرات د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، پلاوي د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پوهنې له رئیس او اړوندو مسؤلینو سره تفصیلي ناسته وکړه، او د ښوونیز کیفیت، د ښوونکو د روزنې، او د نصاب د معیاري پلي کېدو په اړه یې ژور بحثونه وکړل

د پلاوي غړو ویلي، چې دا سفر د پوهنې وزارت د عمومي تګلارې برخه ده، چې موخه یې د ښوونیز کیفیت لوړول، د درسي موادو منظم وېش، او د ښوونکو د مسلکي وړتیا پیاوړتیا ده. دوی زیاته کړه چې وزارت هڅه کوي د هغو ښوونکو ستونزې حل کړي چې د خپلې اصلي رشتې خلاف تدریس کوي، څو زده‌کوونکي له لا ښه کیفیتي زده‌کړو برخمن شي

:د هرات د پوهنې رئیس، په خپلو څرګندونو کې وویل

موږ د پلاوي هرکلی کوو. دا ډول ارزونې د ښوونې او روزنې د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. زموږ موخه دا ده چې هر زده‌کوونکی د یو واحد، معیاري او اغېزمن نصاب له مخې زده‌کړې ترلاسه کړي

تمه ده چې پلاوی د خپل سفر پر مهال د هرات د بېلابېلو ښوونځیو، ښوونکو او زده‌کوونکو له استازو سره هم وګوري، د هغوی نظرونه واوري، او د تعلیمي بهیر د لا ښه والي لپاره خپلې سپارښتنې له مرکزي وزارت سره شریکې کړي

د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت په وروستیو میاشتو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ورته څارنیز سفرونه ترسره کړي دي، څو د نصاب د همغږۍ، د ښوونکو د وړتیا لوړولو او د ښوونې د کیفیت د ښه والي لپاره عملي او دوامدار ګامونه پورته کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto