news اخبار فوری
clock

په هېواد کې د کلنۍ ازموینو پیل؛ خو د نجونو د راتلونکې په اړه ژور اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي

په هېواد کې د کلنۍ ازموینو پیل؛ خو د نجونو د راتلونکې په اړه ژور اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي

په پلازمېنه کابل او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ آزموینې نن رسماً پیل شوې، خو له دې سره هممهاله د نجونو د زده‌کړو د راتلونکې په اړه ژور اندېښنې دوام لري. ډېری کورنۍ او زده‌کوونکې وایي، چې د طالبانو د دوامدارو بندیزونو له امله د زرګونو افغان نجونو تعلیمي لاره لا هم بنده پاتې ده

يو شمېر د شپږم ټولګي زده‌کوونکې د ازموینو له پیل سره هممهاله د خپل برخلیک په اړه دردمنې خبرې کوي. هغوی وایي چې که څه هم د زده‌کړو تنده او د راتلونکي لوړې موخې لري، خو د زده‌کړو د دوام مخه یې په بې‌رحمانه ډول نیول شوې ده

ناديا، چې سږ کال د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده‌کوونکې ده، وایي چې دا د هغې وروستی کال دی چې اجازه لري ښوونځي ته لاړه شي. نادیا، چې

د ډاکټر کېدو زړګی پرې تړلی، په حسرت وایي:

سږکال مې د ازموینو لپاره ډېر چمتووالی ونه شو کړای، ځکه هره ورځ په دې وېره کې یم چې راتلونکی کال به ښوونځي ته پرلاره بنده وي. دا زما د ازموینو وروستی کال دی. دومره اندېښنه لرم چې حتا ښوونځي ته تللې هم نه شم

مریم هم، چې د ازموینې د اخېستلو لپاره چمتو ولاړه ده، وایي چې د پخوانیو کلونو هغه خوښي او هیله‌ مندي ورڅخه پاتې شوې ده؛ ځکه پوهېږي چې د شپږم ټولګي له پای وروسته د زده‌ کړو حق نه لري

هغې په خپه غږ وویل:

زما ارمان او د زرګونو نورو نجونو هیله دا ده چې لوړې زده‌کړې وکړو او هېواد ته خدمت وکړو، خو اوسني شرایط زموږ د ټولو هیلو مخه نیسي. زه غواړم راتلونکی کال هم کتاب او قلم ولرم، خو اجازه نه شت

د نجونو کورنۍ هم له دې محرومیت څخه ژوره ناخوښي څرګندوي او وایي چې طالبان باید نجونې د خپلو پالیسیو قرباني نه کړي. فېروزه، چې د کابل اوسېدونکې ده، په

اندېښمنه لهجه وایي:

د مېندو زړه خوېندې دي، خو موږ نه پوهېږو د خپلو لوڼو راتلونکی به څه وي؟ هغوی له برخلیک پرته پرېښودل کېږي. دا زموږ د ټولو کورنیو ستره اندېښنه ده

د یادونې وړ ده چې له هغه ورځې چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوې، ۱۵۰۰ ورځې تېرېږي. طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۶مه نېټه د یوې اعلامیې له لارې نجونې له متوسطه او لېسو څخه منع کړې، چې له هغه وروسته یوازې هلکان ښوونځيو ته د تګ اجازه لري، او د نجونو د تعلیم برخلیک لا هم د نامعلومې دروازې تر شاه بند پاتې دی

د ازموینو تر پیل لاندې، د هېواد د زرګونو نجونو یوازینی غږ دا دی چې د زده‌کړو حق ورته بېرته ورکړل شي او د راتلونکي تیاره تونل ته د رڼا چانس پیدا کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto