news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

جوزجان کې د طالب چارواکو نوې هدایت؛ حکومتي کارکوونکي د «لنګي» پر اغوستو مکلف شول

جوزجان کې د طالب چارواکو نوې هدایت؛ حکومتي کارکوونکي د «لنګي» پر اغوستو مکلف شول

معتبرې محلي سرچينې دبریا نیوز  شبکې ته ويلي چې په جوزجان ولايت کې طالب چارواکو له نن، شنبه د لړم لومړۍ نېټې (۱ قوس) څخه ټول دولتي کارکوونکي د سرپوښ يا «لنګي» په اغوستو مکلف کړي دي

د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه په ټولو محلي ادارو کې يو دمه عملي شوې او ټولو ادارو ته ليکلې او شفاهي خبرتیا ورلېږل شوې وه. سرچینې زیاتوي چې طالبانو د تېرو ورځو په اوږدو کې کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و چې د نوي حکم د پلي کېدو لپاره دې ځانونه چمتو کړي

اوس مهال ډېری کارکوونکي د جوزجان په حکومتي ادارو کې د لنګي په تړلو دفترونو ته ورننوتي او د دغه نوي اصولو رعایت یې پیل کړی دی

ويل کېږي چې دغه تازه امر د طالبانو د والي دفتر او د ولايت د اداري چارو د رياست له‌خوا صادر شوی او ټولو ادارو ته يې د بېړني تطبیق سپارښتنه شوې ده

تر اوسه د طالبانو له رسمي کانالونو څخه په دې اړه څرګندونې نه دي خپرې شوې

د یادونې وړ ده چې په تیرو میاشتو کې طالبانو په ګڼو ولایتونو کې د دولتي کارکوونکو لپاره د جامو او ظاهري بڼې په اړه بېلابېل محدودیتونه لګولي، چې له امله یې د خلکو او کارکوونکو اندېښنې زیاتې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto