په داسې حال کې چې طالبان د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونیزو دروازو تړلو ته دوام ورکوي، اروپايي اتحادیه یو ځل بیا اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو طبي زده کړو او روغتیايي مسلکونو ملاتړ به هېڅکله نه دروي
د اروپايي اتحادیې دفتر په افغانستان کې د «۱۱ قوس» په ورځ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیوال کمپاین په لړ کې، په خپله رسمي پاڼه کې یو څرګند دریځ وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د ښځو د روغتیایي خدمتونو شتون د ټول ملت د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري
اتحادیه پهخپل پیغام کې ټینګار کړی
اروپايي اتحادیه په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه تمویلوي، څو ښځې، نجونې او میندې د ژوند ژغورونکو پاملرنو ته لاسرسی ولري
دغه پیغام په داسې وخت کې خپرېږي چې د طالبانو لهخوا د نجونو د زده کړو محدودیتونه د کورنیو او نړیوالو پراخې اندېښنې راپارولې دي. د بشري حقونو څارونکي وایي چې د ښځو له زده کړو او روغتیايي مسلکونو څخه منع کول، د افغانستان د راتلونکي نسل پر سلامتۍ ژور اغېز لري
کارپوهان باور لري چې د اروپايي اتحادیې دغه ملاتړ کولای شي د افغانستان په طبي سکتور کې د ښځینه کارکوونکو د کمښت مخه ونیسي او د هغو سیمو لپاره چې د ښځو ځانګړي روغتیايي خدماتو ته بېړنی اړتیا لري، یو مهم تضمین وي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1061
-
اخبار افغانستان
181
-
مقاله
78
-
Uncategorized
15
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl