په پنجاب کې د پاکستان او چین ستراتېژیک ګډ پوځي تمرینونه؛ د «واریر رزمایش په درانه مراسمو پيل شو
په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي چاپېریال ورځ تر بلې پېچلی کېږي، پاکستان او چین د خپلې اوږدمهالې دفاعي ملګرتیا په دوام، د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونو نهم پړاو واریرد پنجاب ولایت د خاریان ولسوالۍ په پبّی سیمه کې په رسمي ډول پيل کړ
د پوځ د مطبوعاتو له لوري خپره شوې اعلامیه وایي چې دا تمرینونه د دواړو هېوادونو د عملیاتي وړتیاوو لوړېدو، ژورې پوځي همغږۍ، او د عصري جګړو په مهارتونو کې د تجربو تبادلې لپاره ځانګړی اهمیت لري
په رزمایش کې به د دواړو هېوادونو ځانګړي ځواکونه پر داسې سناریوګانو تمرینونه ترسره کړي چې د حقیقي جګړو انځور په خورا دقت منعکسوي؛ له پیچلو چاپېریالي شرایطو نیولې، تر شپنیو عملیاتو، نښه ویشتنې، او د ترهګرو د ځپلو پرمختللو تاکتیکونو پورې څارونکي وایي چې د «واریریل یوازې یو پوځي تمرین نه دی، بلکې د پاکستان او چین ترمنځ د نه شلېدونکي امنیتي باور، ګډ مسؤلیت، او ستراتېژیکې ژمنتیا نښه ده—هغه ژمنتیا چې هدف یې د سیمې ثبات، د ترهګرۍ مخنیوی، او د ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډ دریځ دی
د امنیتي چارو کارپوهان باور لري چې دغه تمرینونه نه یوازې د دواړو لورو د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا سبب کېږي، بلکې د سیمهییزو امنیتي معادلو په بدلېدونکو حالاتو کې یوه مهمه پیغام رسونه هم ده
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1061
-
اخبار افغانستان
181
-
مقاله
78
-
Uncategorized
15
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl