د سیمې د امنیتي کړکېچونو په اوج کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار څرګندوي چې اسلاماباد د طالبانو له ځواک سره د وروستیو نښتو پر مهال د افغانستان دننه د "پاکسازۍ عملیات" پيلولو ته بشپړه چمتووالی درلود
قطر او ترکیه د جګړې د پراخېدو مخه ونیوله
اسحاق دار د شنبې ورځ، د قوس په ۸مه، په یوې خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان پوځ د یوې لویې عملیاتې نقشې د پلي کولو په درشل کې و، خو د قطر او ترکیې د منځګړیتوب وړاندیز د دې عملیاتو د عملي کېدو مخه ونیوله
هغه وویل:
هغوی ښایي زموږ د پلان شوې پوځي حملې له جزیاتو خبر شوي وو. د هغوی چارواکي هر وخت له ما سره په تماس کې ول، تر څو د شخړې د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي
د طالبانو نه شاتګ د منځګړو د ناکامۍ لامل شو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې د منځګړو هېوادونو هڅې هغه وخت له ستونزو سره مخ شوې چې طالبانو د خپلو پوځي او سیاسي دریځونو له نرمولو څخه ډډه وکړه. د ده په وینا:
په پای کې، منځګړي په داسې حالت کې پاتې شول چې له شرمندګۍ سره مخ شوي او له دې پروسې شا ته شول
د سیمې لپاره د خطر زنګ
کارپوهان وايي د پاکستان دا څرګندونې د سیمې د امنیتي وضعیت د لا پيچلېدو نښه ده. که پاکستان رښتیا هم د افغانستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو پلان درلود، نو دا به د دواړو هېوادونو اړیکې بېساري کړکېچ ته سوق کړې وای
اسلاماباد او کابل — اړیکې د ترینګلتیا په نوي پړاو کې
که څه هم پاکستان په تېرو میاشتو کې پر طالبانو د وسلهوالو بریدونو زیاتېدو ته ګوته نیسي، خو کابل بیا د دې تورونو ردوي او اسلاماباد د خپل “ناکام امنیتي سیاست” په پلمه جوړښتونه تورنوي
د اسحاق دار دا څرګندونې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تعامل یوازې د دیپلوماسۍ په سطح نه، بلکې د نظامي محاسبې په کچه هم سخت کړکېځ ته رسېدلی دی