د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې د سوریې په خاوره کې یې د ترهګرې ډلې داعش پر ضد پراخ او هدف مند پوځي عملیات پیل کړي دي. د امریکا پوځ د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا عملیات د داعش د پاتې شونو د ځپلو او د دې ډلې د بیا منسجم کېدو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي
د اعلامیې له مخې، د امریکا ځواکونو د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د داعش پر مهمو مرکزونو، پټنځایونو او لوژستیکي شبکو بریدونه کړي دي. ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د هوايي او ځمکنیو ځواکونو ترمنځ نږدې همغږي موجوده وه او د ترهګرو پر وړتیاوو یې دروند ګوزار اړولی دی
امریکايي پوځ ټینګار کړی چې دا عملیات د سیمې د امنیت د ټینګښت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې ترسره شوي دي. د امریکا چارواکو همداراز ویلي، چې داعش لا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي او د دې ډلې پر وړاندې به فشارونه دوام ولري
په ورته وخت کې، د سیمې د امنیتي وضعیت د څارونکو په باور، دا عملیات ښيي چې واشنګټن لا هم په سوریه کې د داعش د بیا راټوکېدو په اړه اندېښمن دی او هڅه کوي د پوځي حضور له لارې د دې ډلې فعالیتونه محدود کړي
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې داعش که څه هم خپله پراخه جغرافیایي واکمني له لاسه ورکړې، خو لا هم د پراکندو بریدونو او پټو فعالیتونو له لارې د بېثباتۍ د رامنځته کولو هڅې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl