د «مرکزي اسيا + جاپان» د مشرانو لومړۍ ناسته د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه، چې پکې د افغانستان پر سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ ځانګړی ټینګار وشو. په دې مهمه سیمهییزه غونډه کې د مرکزي اسيا د هېوادونو او جاپان مشرانو هوډ څرګند کړ، څو د ګډو همکاریو له لارې د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او زیربنایي وضعیت ښه کړي
د غونډې ګډونوالو افغانستان د سیمې د ثبات لپاره یو مهم هېواد وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې ټینګېدل او اقتصادي ودې ته لاره هوارول نه یوازې د افغانانو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دي. دوی ژمنه وکړه چې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او بنسټیزو پروژو له لارې به له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي
د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په خپله وینا کې افغانستان د ګډو همکاریو له اساسي محورونو څخه وباله او ویې ویل چې د دې ناستې ګډونوال هېوادونه د یو سولهییز، باثباته، متحد او د معنادار پرمختګ لرونکي افغانستان هیله لري. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ثبات د مرکزي اسيا د راتلونکي امنیت او سوکالۍ لپاره حیاتي ارزښت لري
میرضیایف همداراز د جاپان له رول څخه مننه وکړه او دا هېواد یې د تېرو کلونو په ترڅ کې د افغان ولس له تر ټولو مهمو ملاتړو او مرستندویانو څخه وباله. هغه وویل چې د جاپان دوامدارې مرستې د افغانستان د بیارغونې، بشري اړتیاوو پوره کولو او پرمختیایي پروژو کې مهمه ونډه لرلې ده
دا ناسته د سیمهییزو همکاریو د پراخېدو، د افغانستان د اقتصادي احیا او د سولې د ټینګېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې تمه ده د سیمې او افغانستان ترمنځ د باور، همغږۍ او ګډ پرمختګ نوې لارې پرانیزي