د لبنان د عدلیې وزیر عادل نصار ویلي، چې د دې هېواد پوځ د اسرائیلو د احتمالي پوځي بریدونو پر وړاندې د بشپړ نظامي دفاع وړتیا نه لري او له همدې امله یوازینۍ عملي لاره د سیاسي او دیپلوماتیک بهیر تعقیبول دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د وسلو انحصار د دولت په لاس کې باید وي، ځکه دا چاره د ملي حاکمیت د پیاوړتیا معنا لري
نصار زیاته کړې، چې لبنان باید د نړیوالو اړیکو، سیاسي فشارونو او دیپلوماتیکو لارو له لارې د اسرائیلو د بریدونو مخه ونیسي، ځکه پوځي تقابل به دا هېواد له لا زیاتو ویجاړیو سره مخ کړي. د هغه په وینا، د دولت تر کنټرول لاندې د وسلو راټولول کولی شي د لبنان د ثبات او سیاسي یووالي لپاره زمینه برابره کړي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د حزبالله په څېر ډلې په ټینګار سره وایي، د «مقاومت» خلع سلاح کول به لبنان د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې بېدفاع کړي. د دغو ډلو په باور، تر هغه چې د اسرائیلو له لوري پوځي ګواښونه دوام لري، د مقاومت وسله د هېواد د دفاع یو مهم عنصر ګڼل کېږي
د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو څو میاشتو کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې دا شمېر د لبنان د امنیتي وضعیت د نازکتیا ښکارندویي کوي او د خلکو اندېښنې یې لا زیاتې کړې دي
شنونکي وایي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د پوځي یرغلونو او دوامدارو ګواښونو پر وړاندې یوازې پر دیپلوماسۍ تکیه کول بسنه کوي که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې نن یوازې په لبنان کې نه، بلکې له منځني ختیځه تر افغانستان پورې په ګڼو هېوادونو کې مطرح ده؛ هغه هېوادونه چې په تېر کې څو ځله د بهرنیو مداخلو، جګړو او سیاسي لوبو قربانیان شوي دي
کارپوهان باور لري، چې د لبنان قضیه یو ځل بیا دا بحث راژوندی کوي چې د ملي حاکمیت، دفاعي توان او سیاسي حل ترمنځ توازن څنګه رامنځته کېدای شي؛ داسې توازن چې نه هېواد بېدفاع پرېږدي او نه یې د نه ختمېدونکو جګړو پر لور ټېل وهي