د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یونهبیتات) وایي، د هرات جامع کبیر جومات د سیمې له تر ټولو وتلو او ارزښتناکو اسلامي تاریخي ودانیو څخه دی، چې له ۸۰۰ کلونو څخه ډېر لرغونتوب لري. دا تاریخي اثر یوازې یو دیني عبادتځای نه دی، بلکې د هرات د ښار د کلتوري، تاریخي او ښاري هویت یو نه بېلېدونکی برخه بلل کېږي
د یونهبیتات په وینا، د هرات جامع جومات د اسلامي معمارۍ ژوندی سمبول دی؛ داسې میراث چې د پېړیو په اوږدو کې یې د جګړو، طبیعي پېښو او سیاسي بدلونونو پر وړاندې مقاومت کړی، خو اوس د پاملرنې او مسوولانه ساتنې له جدي ننګونو سره مخ دی
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د دې ډول تاریخي یادګارونو ساتنه دوامدارې پاملرنې، مسلکي مدیریت او اوږدمهالو پلانونو ته اړتیا لري. د دې سازمان په اند، که د ساتنې چارې د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره نه شي، نو د دغو اثارو د تخریب خطر به لا زیات شي
خو د اوسني وضعیت په رڼا کې، چې مسلکي فرهنګي بنسټونه کمزوري شوي او عمومي بېثباتي حاکمه ده، دا پوښتنه راپورته کېږي چې د طالبانو اداره د هرات د جامع جومات او ورته ملي میراثونو د ساتنې لپاره څه روښانه تګلاره لري؟ تر اوسه پورې د دې تاریخي اثارو د خوندي کولو په اړه د باور وړ او عملي پلان نه دی وړاندې شوی
فرهنګي کارپوهان وایي، که د هرات جامع جومات په څېر تاریخي شتمنیو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو نه یوازې به د افغانستان د تاریخي حافظې یوه برخه له منځه ولاړه شي، بلکې راتلونکې نسلونه به هم له خپل فرهنګي هویت څخه بېبرخې پاتې شي
دوی ټینګار کوي چې د ملي میراثونو ساتنه سیاسي موضوع نه ده، بلکې یو ملي او انساني مسوولیت دی؛ داسې مسوولیت چې د هرات د خلکو، د افغانستان د تاریخ او د بشریت د ګډ فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره باید بېړنی او عملي اقدام ورته وشي