کابل – د جاپان سفیر په کابل کې وايي، د دوحې بهیر د پراخ نړیوال ګډون له امله د افغانستان د روانو ستونزو د ارزونې او حل لپاره تر ټولو اغېزمن او عملي چوکاټ بلل کېږي
کینیچي ماساموتو، د جاپان سفیر، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د دوحې بهیر د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د ګډ حضور له کبله ځانګړی اهمیت لري او جاپان به په دغه بهیر کې خپل ملاتړ او فعال ګډون ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، جاپان هڅه کوي د ډیپلوماټیکو لارو له لارې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي
د سفیر په خبره، د دوحې بهیر سیاسي برخه دا موخه لري چې افغانستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره په معناداره او رغنده تعامل کې شامل کړي. هغه دا موضوع د افغانستان د خلکو، د طالبانو د ادارې او همدارنګه د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره مهمه بللې ده. خو نوموړي دا هم ومنله چې لا هم دا پوښتنه پر خپل ځای ده چې دغه بهیر تر کومه بریده د خلکو اساسي غوښتنو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، تعلیم او سیاسي مشارکت په برخه کې، عملي ځوابونه وړاندې کړي دي
په همدې حال کې، یو شمېر سیاسي شنونکي باور لري چې یوازې پر یوه بهیر تکیه بسنه نه کوي. معینګل څمکنی، سیاسي آگاه، وایي چې د دوحې تر څنګ نور چوکاټونه لکه د مسکو فورمټ هم ارزښت لري او افغانستان اړتیا لري چې په ټولو موجودو ډیپلوماټیکو لارو کې فعال، حساب ورکوونکی او مسئولانه تعامل ولري.
شنونکي زیاتوي چې که نړیوال بهیرونه په همغږۍ سره پر مخ ولاړ شي او د افغانستان د خلکو غږ پکې په رښتیني ډول واورېدل شي، نو کېدای شي د هېواد د اوږدمهاله ثبات، سولې او پرمختګ لپاره یوه نوې هیلمنه لاره پرانېستل شي