د افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق: د افغان پخوانیو جنرالانو ترور یو سازمانیافته جنایت او جدي خبرداری دی
د افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق په ایران کې د افغان پخوانیو پوځي چارواکو، جنرال اکرامالدین سریع او محمد امین الماس ترور، یو سازمانیافته جنایت بللی او دا یې د ټولو افغان پخوانیو نظامیانو لپاره یو جدي زنګ خطر یاد کړی دی
فایق د پنجشنبې په ورځ (د جدي ۴مه) پر خپلې ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو هدفمندې وژنې حتا په تبعید کې هم دوام لري او عاملان یې له بشپړې معافیت څخه برخمن دي. د هغه په وینا، دا ډول چوپتیا د جنایتکارانو سره ښکاره همکاري ده
نصیراحمد فایق ټینګار کړی:
«د دې ډول جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، د عاملانو ملاتړ ته ورته دي. موږ دا وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندو او د دې پېښې د عاجلو، شفافو او حسابورکوونکو څېړنو غوښتنه کوو، څو عاملان او آمران یې عدالت ته وسپارل شي
په همدې حال کې، سرچینو په ایران کې پرون راپور ورکړی، چې جنرال اکرامالدین سریع، د تخار ولایت پخوانی امنیه قومندان، د تهران په ښار کې وژل شوی دی. د راپورونو له مخې، د دې پېښې نور جزییات لا هم روښانه نه دي او ایراني چارواکو تر اوسه رسمي وضاحت نه دی ورکړی
له بلې خوا، د افغانستان د ازادۍ جبهې طالبانو د جنرال اکرامالدین سریع او محمد امین الماس د ترور مسوول بللي او ویلي یې دي، چې دا وژنې د طالبانو له لوري ترسره شوې دي. یادې جبهې خبرداری ورکړی، چې د دې قتلونو بېځوابه پاتې کېدل به پایلې ولري او د غچ اخیستنې خبره یې هم مطرح کړې ده
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان یو شمېر پخواني پوځي او امنیتي چارواکي په بېلابېلو هېوادونو کې د مشکوکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي؛ هغه وضعیت چې د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د مدافعینو اندېښنې یې راپارولې دي
څارونکي وایي، که دا ډول پېښې په جدي او شفاف ډول ونه څېړل شي، د افغان پناهوالو او پخوانیو دولتي کارکوونکو امنیت به نور هم له ګواښ سره مخ شي