news اخبار فوری
clock

د افغانستان–تاجکستان پر پوله خونړۍ نښته؛ دوشنبه له طالبانو رسمي بښنه او جدي امنیتي اقدامات غواړي

د افغانستان–تاجکستان پر پوله خونړۍ نښته؛ دوشنبه له طالبانو رسمي بښنه او جدي امنیتي اقدامات غواړي

د تاجکستان چارواکو ویلي چې د افغانستان له پولې سره نږدې په یوه خونړۍ وسله‌ واله نښته کې د دغه هېواد دوه سرحدي ځواکونه وژل شوي، هغه پېښه چې د دوشنبې حکومت سخت غبرګون ته اړ کړی او له طالبانو یې په رسمي ډول د بښنې غوښتنه کړې ده. تاجک چارواکي ټینګار کوي چې طالبان باید د پولې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره عملي او جدي ګامونه واخلي، څو د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیول شي

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د ملي امنیت د دولتي کمېټې له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د ډسمبر د ۲۳مې ماښام (سه‌شنبه، د جدي ۲مه) د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ اړوند په یوې سرحدي سیمې کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، درې وسله‌وال کسان، چې تاجکستان یې د یوې «ترهګرې ډلې غړي» بولي، په ناقانونه ډول د افغانستان له خاورې د تاجکستان خاورې ته داخل شوي وو

چارواکي وایي، سرحدي ځواکونه وتوانېدل چې د بلې ورځې سهار د دغو کسانو موقعیت تثبیت کړي. له هغې وروسته، د هغوی د نیولو په موخه ځانګړي عملیات پیل شول، خو یادو کسانو د تسلیمېدو پر ځای وسله‌وال مقاومت وکړ، چې له امله یې د دواړو لوریو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې د معلوماتو له مخې، وسله‌والو کسانو غوښتل پر یوې سرحدي پوستې برید وکړي، خو تر پېژندل کېدو وروسته یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. په نښته کې درې واړه وسله‌وال کسان ووژل شول او د پېښې له ځایه یو شمېر وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات ترلاسه شول

خو دغه نښته د تاجکستان لپاره درنه بیه درلوده؛ ځکه د عملیاتو پر مهال د دغه هېواد دوه سرحدي پولیس هم ووژل شول. د وژل شویو ځواکونو جنازې د رسمي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوې او د تاجکستان چارواکو هغوی د هېواد د امنیت قربانیان وبلل

بل‌ خوا، ځینې سیمه‌ییزې رسنۍ راپور ورکوي چې ښايي دا نښته د تاجکستان د سرحدي ځواکونو او له افغانستانه د راغلې یوې قاچاقي ډلې ترمنځ رامنځته شوې وي، نه د یوې منظمې ترهګرې ډلې ترمنځ. خو تاجک چارواکو دا ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې وژل شوي کسان له یوې وسله‌والې او خطرناکې ډلې سره تړاو درلود

د تاجکستان حکومت وایي، دا یوازېنۍ پېښه نه ده؛ بلکې په تېره یوه میاشت کې دا درېیمه وسله‌واله پېښه ده چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د اوښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې رامنځته کېږي. تاجک چارواکي دا وضعیت د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ بولي او خبرداری ورکوي چې د پولې ناامنۍ د ټولې سیمې ثبات زیانمنولی شي

سیاسي او امنیتي شنونکي باور لري چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور کموالی، د پولې اوږدوالی او سخته جغرافیه د دې ډول پېښو د تکرار مهم لاملونه دي. هغوی ټینګار کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ امنیتي همغږي، منظم تماسونه او ګډ میکانېزمونه کولی شي د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د ثبات د ټینګښت لپاره مهم رول ولوبوي

تر اوسه د طالبانو له لوري د تاجکستان د دې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو څارونکي وایي چې د دې موضوع مدیریت به د کابل او دوشنبې ترمنځ پر راتلونکو اړیکو ژور اغېز ولري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط QVlOgWrYDIfHDjdHPckaV

    BCJJStVPFgxHovqcuKHjIb

    quoto
  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto