د کمبودیا د دفاع وزارت تایلنډي ځواکونه تورن کړي چې د دې هېواد پر خاوره یې «بېرحمانه او غیرانساني» پوځي بریدونه کړي دي. د یاد وزارت په وینا، تایلنډي ځواکونو د جمعې په ورځ، د ډسمبر ۲۶مه، د پولې ته نږدې د اِستونګ بات په سیمه کې درنې توپچي او هوايي حملې ترسره کړې دي
د کمبودیا د دفاع وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي چې دغه بریدونه د عامو خلکو پر مېنو، شخصي شتمنیو او ملکي عامه زېربناوو سخت زیانونه اړولي دي. د بیان له مخې، ګڼ کورونه ویجاړ شوي، سړکونه، ښوونځي او نور عامه تاسیسات تخریب شوي او د ملکي وګړو ژوند له جدي خطر سره مخ شوی دی
یاد وزارت دا بریدونه «شدید تجاوزکارانه اعمال» بللي او ټینګار یې کړی چې په قصدي ډول پکې د ملکي وګړو ژوند او ملکي زېربناوې په نښه شوې دي. د کمبودیا چارواکو په کلکو ټکو دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا کړنې د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده
په اعلامیه کې راغلي:
دا بریدونه فوقالعاده بېرحمانه او غیرانساني وو او د جګړې له ټولو منل شویو اصولو سره په ټکر کې دي
د کمبودیا د دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې دا تازه تاوتریخوالی د هغو جګړو دوام دی چې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي. دغه نښتې هغه اوربند هم مات کړی چې د امریکا متحده ایالاتو او مالیزیا په منځګړیتوب د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګ شوی و
چارواکي وایي، د روانې میاشتې نښتو درنې انساني پایلې لرلې دي. د دواړو لوریو د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې تر اوسه ۹۶ کسان وژل شوي او شاوخوا یو میلیون وګړي بېکوره شوي دي، چې دا د سیمې لپاره یو ستر بشري ناورین بلل کېږي
سیمهییز او نړیوال څارونکي اندېښنه څرګندوي چې که روان تاوتریخوالی مهار نه شي، نو دا به د جنوب ختیځې اسیا امنیت ته جدي ګواښونه پېښ کړي. هغوی د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د منځګړو هېوادونو، پر فعاله رول ټینګار کوي څو اوربند بېرته ټینګ او د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي
تر اوسه د تایلنډ حکومت د کمبودیا د دغو تورونو په اړه رسمي او مفصل غبرګون نه دی خپور کړی، خو تمه ده چې دا موضوع به په راتلونکو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او پوځي اړیکې لا ترینګلې کړي