اوټاوا / کوپنهاګن: د ګرینلنډ پر سر د ټرمپ د ګواښونو وروسته؛ کاناډا، ډنمارک او ناټو د ګډې دفاع پر اصل ټینګار کوي
بریانیوز:(شنبه۲۷جدی ۱۴۰۴) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو جنجالي څرګندونو وروسته، چې پکې یې د ګرینلنډ د تصاحب ګواښ کړی، د کاناډا حکومت یو ځل بیا د ناټو د پنځمې مادېپر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ناټو د هر غړي امنیت د ټولو غړو ګډ مسؤلیت دی
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د جمعې په ورځ وویل، هېواد یې د ناټو له منشور سره بشپړه ژمنتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې پنځمه ماده د ناټو د بنسټ ډبره ده او دا ماده په څرګند ډول وایي:
«پر یوه غړي برید، پر ټولو برید ګڼل کېږي.»
کارني زیاته کړه چې د ناټو د غړو ترمنځ یووالی او متقابل دفاع نه یوازې د اروپا، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري، او هېڅ ډول سیاسي فشار یا انفرادي دریځ باید دا اصل کمزوری نه کړي
د ډنمارک سخت غبرګون
د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې د ډنمارک حکومت هم کلک دریځ خپل کړی دی. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ګرینلنډ د دې هېواد نه بېلېدونکې برخه ده او د دې سیمې په اړه هر ډول ګواښ یا ادعا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
د ډنمارک چارواکو ټینګار کړی چې د ګرینلنډ امنیت د ناټو د چوکاټ دننه تضمین شوی او هېڅ هېواد حق نه لري چې د زور یا ګواښ له لارې د یو خپلواک دولت یا د هغه د قلمرو په اړه پرېکړه وکړي. کوپنهاګن ویلي، دا ډول څرګندونې نه یوازې د متحدینو ترمنځ بېباوري زیاتوي، بلکې د نړیوال ثبات لپاره هم خطرناکې دي
د ناټو دریځ: یووالی زموږ ځواک دی
د ناټو یو شمېر چارواکو او غړو هېوادونو هم په غیرمستقیم ډول د کاناډا او ډنمارک له دریځ ملاتړ کړی دی. د ناټو د سرچینو په وینا، دغه پوځي تړون د ګډې دفاع، متقابل درناوي او د نړیوال نظم پر بنسټ ولاړ دی او د پنځمې مادې ارزښت تر هر وخت زیات دی
سیاسي شنونکي وايي، د ناټو غړي هڅه کوي دا پیغام ورکړي چې د اتحاد دننه اختلافات باید د پوځي ګواښونو یا د ځمکنۍ بشپړتیا د تر پوښتنې لاندې راوستلو لامل نه شي. د دوی په اند، د ګرینلنډ موضوع که څه هم د ټرمپ د پخوانیو دریځونو دوام دی، خو بیا راپورته کېدل یې د ناټو د یووالي لپاره ازموینه بلل کېږي
د ګرینلنډ ستراتیژیک اهمیت
ګرینلنډ د شمالي قطب په سیمه کې موقعیت لري او د پوځي، جیوپولیټیکي او طبیعي سرچینو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. دا سیمه د ناټو د دفاعي ستراتیژۍ مهمه برخه ده، ځکه د قطبي سیمو کنټرول د راتلونکو لسیزو یو له مهمو نړیوالو سیالیو څخه ګڼل کېږي
شنونکي باور لري، د کاناډا، ډنمارک او ناټو ګډ دریځ دا څرګندوي چې لوېدیځ متحدین نه غواړي د داخلي سیاسي شعارونو له امله د نړیوال امنیت بنسټونه زیانمن شي