news اخبار فوری
clock

د کابل ښارنو کې چاودنه؛ طالبان وايي د ګاز بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې

د کابل ښارنو کې چاودنه؛ طالبان وايي د ګاز بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې

 بریانیوز:( دوشنبه۲۹ جدی۱۴۰۴)  د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د کابل ښار د ښارنو په سیمه کې د یوې چاودنې راپور ورکړل شو، چې د سیمې اوسېدونکو کې یې اندېښنه راپارولې ده

د طالبانو چارواکو د ټولنیزې شبکې ایکس  له لارې د پېښې انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې یاده پېښه د کابل د ګل‌فروشي کوڅې په یوه رستورانت کې د ګاز بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده

د طالبانو د څرګندونو له مخې، دا پېښه امنیتي بڼه نه لري، خو تر دې دمه د احتمالي مرګ‌ژوبلې، ټپیانو او یا مالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي

عیني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ په پراخه کچه اورېدل شوی او د پېښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي

چارواکو تر اوسه د پېښې د دقیقو لاملونو او پایلو په اړه بشپړ معلومات نه دي شریک کړي، او تمه ده چې وروسته به نور وضاحت وړاندې شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto