مالي مديريت او د بودیجې جوړولو نظام د هر حکومت د واکمنۍ ستنه او د قدرت د نظام بنسټ جوړوي
مالي مديريت او د بودیجې جوړولو نظام د هر حکومت د واکمنۍ ستنه او د قدرت د نظام بنسټ جوړوي. حکومتونه، لکه د نورو اقتصادي لوبغاړو په څېر، د مالي سرچينو له محدوديت سره مخ وي او اړ دي چې د ګڼو ستونزو او لومړيتوبونو تر منځ انتخاب وکړي. له همدې امله، د هر حکومت د بودجې د جوړښت کره څېړنه د هغه د سياسي اقتصاد، د پرېکړو د کولو د ميکانيزم او د واقعي لومړيتوبونو د څرنګوالي يو نسبتاً روښانه انځور وړاندې کوي
په دې لړ کې، انکشافي بودیجه د مالي پاليسۍ تر ټولو مهمه وسيله بلل کېږي چې د اقتصاد له بنسټيزو ستونزو سره د مقابلې، د دوامدار اقتصادي ودې د هڅونې او د پرمختيايي نابرابرۍ کمولو کې کليدي رول لري. د دې بودجې ترکيب، وېش او لوری ښيي چې يو حکومت تر کومه بريده د هېواد اقتصادي راتلونکې، د خلکو هوساينې او متوازن پرمختګ ته ژمن دی
خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مالي روڼتیا څرګنده توګه کمزورې شوې ده. د بودیجې اړوند جزيي معلومات چې د حسابورکولو او ښې حکومتولۍ له بنسټيزو نښو څخه شمېرل کېږي، نور په منظم ډول نه خپرېږي او د لاسرسي وړ هم نه ده. سربېره پر دې، د طالبانو مشر د «مالي محاسبې قانون» په توشيح سره، په عملي توګه د بودیجې د جوړولو، د لګښت د څرنګوالي او د مالي سرچينو د کنټرول ټول واک خپل لاس کې نیولی او هر ډول اداري او ولسي نظارت يې لهمنځه وړی دی
دا راپور چې د طالبانو د ماليې وزارت او د احصائيې او مالوماتو د رياست له خپرو شويو شمېرو پر بنسټ چمتو شوی، د ۱۴۰۳ لمريز کال (۲۰۲۴ او۲۵ زېږدیز) لپاره د طالبانو د انکشافي بودیجې جوړښت ارزوي. د دې مالي کال احصايوي مالومات تازه خپاره شوي دي. د څېړنې پايلې ښيي چې طالبانو په عملي ډول پراختیایي پروژې د خپلې مالي پاليسۍ له لومړيتوبونو څخه ايستلې دي
د خپرو شوو احصایو پر بنسټ، د تېر مالي کال لپاره د طالبانو د ټولیزې بودجې اندازه ۲۴۹ میلیارده افغانۍ وه چې د ۳.۶ میلیارده امریکایي ډالرو سره برابره ده. له دې جملې څخه ۲۲۷ میلیارده افغانۍ (۳.۲ میلیارده ډالر) عادي بودجې ته او ۲۴ میلیارده افغانۍ (۳۴۳ میلیونه ډالر) انکشافي بودیجې ته ځانګړې شوې دي. په بله وینا، د طالبانو د ټولې بودیجې ۹۰ سلنه په عادي برخه کې لګول شوې او یوازې ۱۰ سلنه په انکشافي برخه کې مصرف شوې ده
د بودیجې د وېش دغه ډول ښيي چې طالبان، د عامه مالي سرچینو له پراخ ناوړه استفادې سربېره، د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره اوږدمهاله او پرمختیاپاله لیدلوری هم نه لري. د یادونې وړ ټکی دا دی چې په انکشافي برخه کې د طالبانو نشتوالی د نړیوالو سازمانونو له لوري جبران شوی دی
سربېره پر دې، د دې څېړنې پایلې ښيي چې هغه پروژې چې د طالبانو له خوا د نږدې ۶۰ میلیارده افغانیو (۸۵۷ میلیونه ډالرو) په ارزښت اعلان شوې دي، په عملي ډول کومه مشخصه بودجه نه لري او تر ډېره نمایشي او خیالي بڼه لري؛ داسې پروژې چې نه روښانه مالي ملاتړ لري او نه هم د باور وړ عملي کېدونکی لیدلوری. دا وضعیت د طالبانو د پرمختیايي شعارونو او د هغوی د مالي سیاستونو د واقعي حالت ترمنځ ژور واټن په څرګنده توګه روښانه کوي
سربېره پر دې، د څېړنې پايلې ښيي هغه پروژې چې د طالبانو له لوري د نږدې ۶۰ مېليارده افغانیو (۹۱۰ مېليونه ډالرو) په ارزښت اعلان شوې دي، په عمل کې مشخصه بودجه نه لري او تر ډېره نمايشي او خيالي بڼه لري؛ داسې پروژې چې نه روښانه مالي سرچينه لري او نه هم د پلي کېدو لپاره د باور وړ نقشه. دا حالت د طالبانو د پرمختيايي شعارونو او د هغوی د واقعي مالي پاليسۍ تر منځ ژور درزونه ښکاره کوي