بريانيوز:(جمعه ۳دلو ۱۴۰۴) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضلالرحمان پر مرکزي حکومت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د خیبرپښتونخوا یو شمېر سیمې، په ځانګړي ډول تانک، لکي مروت او بنو، په عملي ډول د وسلوالو ډلو تر کنټرول لاندې دي او د دولت هېڅ څرګند حضور پکې نه لیدل کېږي
فضلالرحمان په یوه سیاسي غونډه کې وویل چې په دغو سیمو کې حکومتي ادارې فلج شوې دي، امنیتي ځواکونه کمزوري ښکاري او خلک اړ دي چې د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره له وسلوالو ډلو سره جوړجاړی وکړي. د هغه په وینا، ولس نه یوازې دا چې د دولت له لوري خوندي نه دی، بلکې مجبوره شوی چې وسلوالو ته مالیات ورکړي، څو له بریدونو او ګواښونو ځان وساتي
هغه زیاته کړه: «دا د یوه خپلواک او مسوول دولت لپاره د شرم وړ حالت دی چې وګړي یې د دولت پر ځای وسلوالو ته مالیه ورکوي او هغوی د قانون او واک اصلي څښتنان ګرځېدلي وي
د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان پر صدراعظم شهباز شریف هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې نوموړی د غزې د وضعیت په اړه نړیوال دریځ نیسي او څرګندونې کوي، خو په خپل هېواد کې د خلکو د ژوند او امنیت د خوندي کولو توان نه لري. د فضلالرحمان په وینا، که حکومت د خپلو ښارونو او ولسوالیو د ساتنې وس نه لري، نو نړیوالو مسایلو ته توجه کول یوازې سیاسي نمایش دی
هغه وویل: «موږ د فلسطین له ولس سره خواخوږي لرو، خو تر ټولو لومړی مسوولیت دا دی چې خپل ولس وژغورو. که په بنو او لکي مروت کې خلک هره ورځ وژل کېږي، نو د حکومت لومړیتوب باید همدلته وي
مولانا فضلالرحمان همدارنګه د پاکستان له هغې پرېکړې سره سخت مخالفت وښود چې له مخې یې اسلاماباد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم د تش په نوم «شورای صلح» غړیتوب منلی دی. هغه دا غړیتوب «د ملي وقار خلاف» وباله او ویې ویل چې پاکستان باید د نورو هېوادونو د سیاسي اجنډاوو برخه نه شي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې خپله له جدي کورنیو امنیتي ستونزو سره مخ وي
شنونکي وایي، د فضلالرحمان دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په خیبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او د وسلوالو ډلو فعالیتونه یو ځل بیا د خلکو لپاره د جدي اندېښنې وړ ګرځېدلي دي. د دوی په باور، که حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره بېړني او عملي ګامونه وانخلي، نو دا وضعیت کولی شي د دولت پر حاکمیت او د خلکو پر باور ژور منفي اغېز ولري
تر اوسه د پاکستان حکومت د فضلالرحمان د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو سیاسي څارونکي وایي چې دا نیوکې ښايي د راتلونکو سیاسي فشارونو او عامه بحثونو لړۍ لا پسې تاوده کړي