د هرات تاريخي منارې يو ځل بيا له ګواښ سره مخ شوې؛ تړل شوی سړک د طالبانو له لوري پرانيستل شو:
بریانیوز:(چهار شنبه،٨ دلو۱۴۰۴)
څو ساعته وړاندې طالبانو هغه سړک د ترافيک پر مخ پرانيست چې د هرات د تاريخي منارو او د مصلا له منځه تېرېږي؛ دا لاره نږدې يو نيمه لسيزه مخکې د همدې اثارو د ژغورنې لپاره تړل شوې وه.
دغه سړک د پخواني حکومت پر مهال د يونسکو او نورو نړيوالو فرهنګي بنسټونو د سپارښتنو پر بنسټ بند شوی و، ځکه دا نړيوال ارزښت لرونکي اثار د تخريب له جدي ګواښ سره مخ وو. د جمهوريت حکومت د بديل په توګه د ميليونونو افغانيو په لګښت «سرک بديل منارهها» جوړ کړ، سلګونه کورونه شاته کړل شول او د تاريخي منارو د ساتنې لپاره يو له تر ټولو مهمو او لويې پروژو څخه عملي شوه.
خو طالبانو، بې له دې چې د فرهنګي ميراثونو د ارزښت، ملي هويت او تاريخي مسؤليت په اړه کوم وضاحت ورکړي، نن سهار دغه سړک يو ځل بيا پرانيست. دا اقدام دا اندېښنه پياوړې کوي چې د نړيوالو سپارښتنو تر څنګ، هغو تاريخي اثارو ته هم پاملرنه نه کېږي چې د يو ملت تاريخ، هويت او تمدن ورسره تړلی دی.
د فرهنګي چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ډول پرېکړې کولی شي د هرات د منارو په ګډون د افغانستان ګڼ نور تاريخي اثار د دايمي زيان او له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ کړي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1102
-
اخبار افغانستان
214
-
مقاله
81
-
Uncategorized
17
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl