هرات ولایت کې د هدفي وژنو زیاتوالی؛ په یوه اوونۍ کې اووه کسان وژل شوي:
بریانیوز:(چهار شنبه،٨ دلو۱۴۰۴)
هرات کې په یوه اوونۍ کې د بېلابېلو پېښو له امله اووه کسان وژل شوي
بریا نیوز ته رسېدلي معلومات ښيي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې د جلا جلا پېښو له امله لږ تر لږه اووه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یو صراف، دوه ځوانان چې له تفریح څخه د راستنېدو پر مهال د هرات–کرخ پر لویه لاره وژل شوي، یو کمعمره لاسپلورونکی، یو سړی د ښار په یوولسمه ناحیه کې، او همدارنګه د ښار په مرکزي سیمو کې د هدفي ترور دری جلا پېښې شاملې دي.
د راپورونو پر بنسټ، د یادو پېښو تر ټولو وروستۍ هغه د یکشنبې په مازدیګر، د دلو د میاشتې په پنځمه نېټه، د مجیدي سړک ته څېرمه رامنځته شوې ده. تر اوسه د دغو پېښو د عاملینو او انګېزو په اړه رسمي او کره معلومات نه دي خپاره شوي.
دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د هرات ښار اوسېدونکي د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله اندېښنه څرګندوي او د مسوولو ادارو څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1484
-
اخبار افغانستان
491
-
مقاله
173
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl