اسلاماباد – د افغانستان د حالاتو په اړه د پاکستان او اندونيزيا د مشرانو ټيلفوني سلا مشوره
بریانیوز(جمعه ،۱۵ حوت ١٤٠٤)
اسلاماباد – د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي چې د اندونيزيا له ولسمشر پرابوو سوبيانتو سره يې په ټيلفوني اړيکه کې د افغانستان د وروستيو بدلونونو او د سيمې د امنيتي حالاتو په اړه هراړخيزه سلا مشوره کړې ده
نوموړي څرګنده کړې چې په دې ټيلفوني خبرو کې د افغانستان د روان حالت، د سيمې د ثبات ارزښت او د ګډې همکارۍ پر اړتيا ژور بحث وشو. د هغه په وينا، د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره ګډ او اغېزمن ګامونه پورته کړي
شهباز شريف ټينګار کړی چې پاکستان د افغانستان د خلکو د هوسا ژوند، تلپاتې سولې او ټينګ سياسي ثبات پلوی دی او غواړي چې د سيمې هېوادونه د يووالي او همغږۍ له لارې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره رغنده هڅې زياتې کړي
بل لور ته د اندونيزيا ولسمشر هم د سيمې د ارامۍ او ثبات پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د هېوادونو تر منځ پياوړې اړيکې او رښتينې همکاري کولای شي د افغانستان د راتلونکې لپاره د هيلې نوې دروازې پرانېزي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1425
-
اخبار افغانستان
435
-
مقاله
121
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl