تهران — د ايران د نوي لارښود ټاکنه؛ د خلکو لپاره د ډاډ او يووالي زېرى
بریانیوز:(دوشنبه،۱۸حوت۱۴۰۴)
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمدباقر قالیباف د يو پيغام له لارې د آيت الله سيد مجتبی حسيني خامنه اي د نوي لارښود په توګه د ټاکنې هرکلی کړی او دا پرېکړه يې پخه او سمه بللې ده
هغه ويلي دي چې دا ټاکنه د سختو حالاتو په مهال د ايران د خلکو لپاره د ډاډ او ارام زېرى ګرځېدلې ده. د ده په وينا دغه پرېکړه د هېواد د دښمنانو هيلې هم مړې کړې دي او خلکو ته يې د باور نوې هيله ورکړې ده
قالیباف ټينګار کړی چې د هېواد چارواکي او ولس بايد د يووالي او ګډ ځواک په ساتلو سره د نوي لارښود تر شا ودرېږي او د اسلامي پاڅون د موخو د ساتنې لپاره ګډ ګامونه واخلي
هغه زياته کړې چې د خلکو يووالی، ټينګ هوډ او ګډ کار کولی شي هېواد له ستونزو وباسي او د راتلونکې لپاره د بريا او سوکالۍ لاره هواره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1444
-
اخبار افغانستان
454
-
مقاله
131
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl