news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د قطر لومړی وزیر: د طالبانو او پاکستان ۱۳ ورځنۍ جګړه د سیمې ثبات ته لوی ګواښ دی

د قطر لومړی وزیر: د طالبانو او پاکستان ۱۳ ورځنۍ جګړه د سیمې ثبات ته لوی ګواښ دی

د قطر لومړی وزیر: د طالبانو او پاکستان ۱۳ ورځنۍ جګړه د سیمې ثبات ته لوی ګواښ دی

بریانیوز:(سه شنبه،۱۹حوت۱۴۰۴)

د محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ۱۳ ورځنۍ جګړه د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ بلل کېږي

هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د جګړې دوام نه یوازې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ زیاتوي، بلکې د ټولې سیمې امنیتي حالت هم اغېزمنولای شي. د هغه په وینا، هر ډول پوځي شخړه کولی شي د خلکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړي او د بې‌ثباتۍ لړۍ نوره هم وغځوي

د قطر لومړي وزیر پر دواړو لورو غږ کړی چې د زور، جګړې او پوځي فشار پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي. هغه ویلي چې د شخړو د حل تر ټولو اغېزمنه او دوامداره لاره سیاسي خبرې او متقابل درناوی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه باید د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وکړي، ځکه چې د یوې شخړې پراخېدل کولی شي د ټوله سیمې پر امنیت او اقتصاد ناوړه اغېزې ولري

شنونکي وايي چې د قطر دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د سیمې ګڼ هېوادونه د دې وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه لري. دوی باور لري چې د خبرو اترو پیل کولی شي د شخړې د کمېدو او د سولې د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto