news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هند په افغانستان کې په لاسوهنې تورن کړ

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هند په افغانستان کې په لاسوهنې تورن کړ

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هند په افغانستان کې په لاسوهنې تورن کړ

بریانیوز:(چهارشنبه،۲۰ حوت۱۴۰۴)

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په خپلو وروستیو څرګندونو کې هند تورن کړی چې په افغانستان کې اخلالګري او د بې‌ثباتۍ هڅې کوي. د پاکستان استازي وویل چې د هند ځینې کړنې د سیمې امنیت ته زیان رسوي او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې د ناامنۍ د زیاتېدو لامل ګرځي

د پاکستان د استازي په وینا، د دغه هېواد امنیتي ځواکونه چې کوم پوځي عملیات ترسره کوي، هغه د خپل هېواد د امنیت د ساتنې لپاره دي. نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او د هر ډول ګواښ په وړاندې به خپل دفاعي اقدامات جاري وساتي

پاکستان دا ادعا هم وکړه چې ځینې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي، او دا وضعیت د سیمې د ثبات لپاره جدي اندېښنه بلل کېږي. د اسلام‌اباد په وینا، نړیواله ټولنه باید د دې موضوع په اړه جدي پاملرنه وکړي او د ترهګرۍ پر ضد ګډ اقدامات وکړي

بل لور ته د افغانستان اوسني واکمنان، چې د طالبان په نوم پېژندل کېږي، د پاکستان دا ادعاوې تل رد کړې دي. طالبانو څو ځله ویلي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دوی د ګاونډیو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

طالبانو د پاکستان وروستۍ څرګندونې هم رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې د افغانستان پر غاړه وانچوي. د دوی په وینا، د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد داخلي مسایل دي او باید په خپله یې حل کړي

سیاسي شنونکي باور لري چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنیتي تورونو تبادله نوې نه ده، او دواړه لوري وخت ناوخت یو بل د ناامنۍ په رامنځته کولو تورنوي. دوی وایي چې د سیمې ثبات لپاره اړینه ده چې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې حل شي

کارپوهان ټینګار کوي چې که د سیمې هېوادونه په ګډه د باور فضا رامنځته نه کړي، نو د تورونو دا لړۍ به دوام وکړي او د سیمې پر امنیت به منفي اغېزې پرېږدي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto