news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

امریکا خبرداری ورکوي؛ که امریکايي بندیان خوشې نه شي افغانستان به له سختو بندیزونو سره مخ شي

امریکا خبرداری ورکوي؛ که امریکايي بندیان خوشې نه شي افغانستان به له سختو بندیزونو سره مخ شي

امریکا خبرداری ورکوي؛ که امریکايي بندیان خوشې نه شي افغانستان به له سختو بندیزونو سره مخ شي

     بریانیوز:(چهارشنبه،۲۰ حوت۱۴۰۴)

 د فدرالي تحقیقاتي ادارهویلي چې هغه کسان به د عدالت منګولو ته وسپاري چې په افغانستان کې یې امریکايي وګړي تښتولي او بندي کړي دي

. دغې ادارې ټینګار کړی چې د امریکايي وګړو د ساتنې لپاره به هر ډول قانوني او عدلي ګامونه واخلي

د یادې ادارې په وینا، هغه کسان چې د امریکايي اتباعو په تښتولو او بندي کولو کې ښکېل دي، که هر ځای وي، تعقیب به شي او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي

ویلي چې دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او عاملان به یې بې له سزا پاتې نه شي

بل لور ته د سپینه ماڼۍ هم د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته سخت خبرداری ورکړی دی. د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، که امریکايي بندیان ژر تر ژره خوشې نه شي، نو افغانستان به د نړیوالو سختو بندیزونو او جدي پایلو سره مخ شي

د امریکايي چارواکو په وینا، واشنګټن د خپلو اتباعو د خوندیتوب موضوع خورا جدي نیسي او په دې برخه کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي. دوی زیاته کړې چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره له بېلابېلو ډیپلوماټیکو لارو هڅې روانې دي

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې که دا موضوع حل نه شي، افغانستان ښايي د هغو هېوادونو په څېر له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخ شي لکه وینزویلا او ایران، چې د نړیوالو فشارونو او اقتصادي محدودیتونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

په ورته وخت کې د افغانستان اوسنیو واکمنانو، یعنې طالبان، تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د بهرنیو وګړو د نیولو قضیې د افغانستان د قوانینو او امنیتي اصولو له مخې ارزول کېږي

سیاسي شنونکي وايي، که دا شخړه ژر حل نه شي، نو ښايي د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې لا نورې هم ترینګلې شي او دا به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت ژور اغېز ولري


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto