اسلاماباد – د پاکستان د معلوماتو وزیر: په کندهار کې د وسلهوالو پټنځایونه او د مهماتو زېرمتون په نښه شوي
د پاکستان د معلوماتو وزیر: په کندهار کې د وسلهوالو پټنځایونه او د مهماتو زېرمتون په نښه شوي
(سه شنبه،۲۶حوت۱۴۰۴)بریا نیوز
د پاکستان د معلوماتو وزیر ویلي دي چې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان د کندهار ولایت په ځینو سیمو کې د وسله والو مهم هدفونه په نښه کړي دي
نوموړي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان اړوند پټنځایونه هدف ګرځول شوي دي. د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د وسله والو یو مهم د مهماتو زېرمتون هم ویجاړ شوی، چې پکې وسلې او نور پوځي توکي ساتل کېدل
وزیر زیاته کړه چې دا بریدونه د پاکستان د ملي امنیت د خوندي کولو لپاره ترسره شوي دي او موخه یې دا ده چې هغه ډلې کمزورې کړي چې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي او ترسره کوي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت به د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره هر اړین ګام واخلي
د نوموړي په وینا، دا عملیات د دقیقو مالوماتو پر بنسټ ترسره شوي او هڅه شوې چې یوازې ټاکلي هدفونه وویشتل شي. خو د دغو بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي
تر اوسه د افغانستان له لوري په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی، خو پخوا ورته پېښو د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی دی. شنونکي وايي چې دا ډول بریدونه کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې خراب کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې لا ترینګلې کړي
کارپوهان همدارنګه خبرداری ورکوي چې د پوځي لارو پر ځای د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو هڅو کارول کولای شي د اوږدمهاله ثبات لپاره اغېزمن وي، ځکه چې دوامداره شخړې نه یوازې امنیت ته زیان رسوي، بلکې د ملکي وګړو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخ کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?