په یوه ورځ کې له ایران او پاکستانه ۶۱۶ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
بریانیوز- دوشنبه، ١۸ جوزا ١٤٠٥
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي چې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۶۱۶ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوې دي د حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د راستنېدونکو کسانو ټولیز شمېر ۳ زره او ۲۷۰ تنو ته رسېږي د نوموړي په وینا، دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلامکلا او نیمروز له سرحدي لارو هېواد ته داخلې شوې دي چارواکي وایي، راستنېدونکو ته د ثبت، لومړنیو مرستو او اړینو اسانتیاوو د برابرولو چارې د اړوندو ادارو له لوري ترسره کېږي په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی او هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته راګرځي شنونکي باور لري چې د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی د استوګنې، کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او نورو بنسټیزو اړتیاوو په برخو کې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه کوي، څو بېرته راستنې شوې کورنۍ وکولای شي خپل عادي ژوند له ستونزو پرته پیل کړي دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو پر اهمیت ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1681
-
اخبار افغانستان
768
-
مقاله
391
-
سیاست
101
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl