news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد تګلارې د پښتونخوا او افغانستان سوداګري زیانمنه کړې ده

خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد تګلارې د پښتونخوا او افغانستان سوداګري زیانمنه کړې ده

خوشال خان کاکړ: د اسلام‌اباد تګلارې د پښتونخوا او افغانستان سوداګري زیانمنه کړې ده

بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی  وایي چې د اسلام‌اباد د اقتصادي او سرحدي پالیسیو له امله د پښتونخوا د خلکو سوداګري له افغانستان سره په جدي ډول اغېزمنه شوې ده

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د سرحدي محدودیتونو او ادارې پرېکړو د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ عادي بهیر ګډوډ کړی او سوداګرو ته یې درانه زیانونه اړولي دي

هغه زیاتوي چې د پښتونخوا سوداګر له افغانستان سره د شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه لري، چې د سیمې د اقتصاد لپاره مهمه ونډه لري او د خلکو د معیشت اساسي برخه جوړوي

کاکړ ټینګار کړی چې د دې ډول تګلارو دوام نه یوازې د سوداګرو ژوند سختوي، بلکې د سیمې اقتصادي اړیکې کمزورې کوي او د بې‌باورۍ فضا زیاتوي

شنونکي بیا وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه د دواړو هېوادونو پر اقتصادي ثبات منفي اغېز لري او د حل لپاره د همغږۍ او رغنده ډیپلوماسۍ اړتیا لا زیاته شوې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto